دهېواد نيوستونزو حل لارې
نوشته شده توسط الهام تريزيوال   
شنبه / 22 حوت / 1388
 
...او ددولت وسلوال مخالفين هم دخپل هېواد دبرخليک په ټاکنه کې خپلواک عمل وکړي او ملي ګټوته لومړيتوب ورکړي،

زموږګران هېواد افغانستان لا هم په يو ژور سياسي ګرداب کې پورت دی او دا سياسي بې ثباتي ددې لامل شوې ده، ترڅودهېواد په نورو برخو هم خپل ژور اغېزاوتاثير پرځای پرېږدي . امنيتي ناخوالې، دفردي اوټولنيزخونديتوب او عدالت نه شتون، اداري فساد، په  پراخه کچه دمخدره توکوکر، استعمال اوقاچاق، ملي ګټواومصالحوته د زمامدرانو، نه وفاداري اودقانون دحاکميت نه شتون نه يوازې اوسني دور لپاره ستر ې ننګونې اوستونزې بلل کيږي، بلکې ددې وياړمن  اودبرم ډک هېواد راتلونکی يې له تياره برخليک سره مخامخ کړی دی .

موږڅه موده وړاندې په ملي اونړيواله کچه دهغوسياسي ناندريو ليدونکي وو، چې نه يوازې دنظام حيثيت اومشروعيت يې له پوښتنې اوسوال سره مخامخ کړ، بلکې نوموړو رياستي اوولايتي شوراګانوته ټاکنوخلک په هغه نسبي اوابتدايي ولسواکي هم بې باوره کړل .

موږهرکله، چې دټاکنو نوم اخلو، له هغې څخه موهدف دادی، چې  واجدلرونکي کسان يې ددې حق ولري، چې په خپله خوښه په ازاده فضاکې دخپلې خوښې کانديد ته رايه واچوي اوکه چېرې له دې کار څخه موخه دنړيوالې ډرامې وړاندې کول وي، چې يوازې دنيا والوته وښيو,، چې زموږدا کار اوټاکنه وولسي مشروعيت لري ، نود ځان، نړۍ اوهېوادوالوسره به مو جفا او زياتی کړی وي.

په کراتو وويل شول، چې صندوقونه  دکوټوپه کنجونوکې ډک شوي اوپه نا امنه سيموکې له سره انتخابات ندي شوي، خو چاورته دذرې قدرې ارزښت ندی ورکړی، همدا لامل دی، ې پرګنې دنظام او دوولسي شوراګانوپه حقيقت باوري ندي او داډول سياسي جريانونه هسې دوخت ضايع کول ګڼي.

دسياسي ګرداب دويم اساسي فکتوردادی،چې ددې جګړه ځپلي هېواد په برخليک کې دنړيوالو اودسيمې دهېوادونوښکاره اوڅرګنده لاسوهنه موجوده ده، پردۍ سناريووې  پرته له دې، چې ددې وولسونواسلامي اوملي ارزښتونه په پام کې ونيول شي، پرې تحميليږي اودښې پايلې  پرځای داسې نتيجې ورڅخه په لاس راځي، چې کوشېر کول اوترميم يې بيا داوسني نظام له وسه څه، چې دپانګوالې او پرنفوذه نړۍ له وسه هم بهروي . موږبايد دا هېرنه کړو، چې افغانستان دافغانانوټاټوبی دی اوهېڅوک نشي کولای دقانوني مجويز پرته کوم افغان دتور اوسپين په نوم له دې لوی حق څخه بې برخې کړي، که څوک له دې حق څخه محروميږي بايد ددولت قضايي ارګانونه يې په روڼ اوڅرګند ډول لاملونه په ډاګه کړي، ترڅو تورن اومجرم دخپل غير قانوني عمل داجراء په پټولودخلکو له پاکواوسپيڅلواحساساتوڅخه ناوړه ګټه پورته نه کړي.

اوس دې ټکي ته راځو، چې تور اوسپين لېست، چې تل پرې له هېواده بهر دزورواکوهېوادونو له خوا بحث کيږي، څوک پکې زياتوي اودځينو نومونه ځينې حذف کيږي، اوسنی نظام يې په اړه لږترلږه معلومات لري، ځواب روښانه دی، هېڅکله نه .
راځئ اوس دبې ثباتۍ اوشته انارشيزم جرړوته  پاملرنه وکړو، چې ددې ټولوناخوالوترشا له نړيوالوپرته دبل چا لاس کېدای شي!؟ اوس که دحاکمو شرايطواواوضاعو په شتون کې ديوښه راتلونکي تصور کيدای شي، نوحل به يې داتجويز کړو، چې دمسائيلودحل لپاره دې دافغاني مېکانيزم پرجوړولوبحث اوعملي اقدام وشي، ترڅو په نهايت کې دافغانانودجوړ جاړي اوتفاهم لپاره لارې خلاصې شي اوزموږ په هېواد کې د سياسي، امنيتي اواقتصادي  شرايط يقيني شي . په دې خاوره کې داسې لرغوني دودونه اورواجونه لا هم په خپل قوت پاتې دي ، چې دافغاني مېکانيزم دعملي کولو او سرتاسري سولې له ټينګښت سره موثره مرسته کولای شي.

افغانستان، چې قومي اوقبيلوی جوړښت لري، له لرغونوزمانويې خپلې لويې اوړې موخې اوستونزې دجرګو اومرکو له لارې پيداکړې اوحل کړې اوپه ډله ييز اقدام په ستونزو برلاسي شوي دي.

دافغانستان ځلانده تاريخ ددې حقيقت په زرګونو بېلګې لري، دې جرګواومرکوحتی په ځينووختونوکې دملت د برخليک په ټاکلوکې کره ونډه لرلې ده او افغانستان يې له دايمي انزوا اوښکته لوېدو څخه ژغورلی دی .

اوس ،چې دبن له نړيوال کنفرانس څخه اته کاله تېريږي اوپه نوموړي کنفرانس کې دنړيوالوله خوا وړاندې شوې نسخې اودوا، درملو نتيجه نده ورکړې ،بايد د مسلې عمق اواساس ته متوجه شي اوددې ملت ددايمي ثبات لپاه پرېکړه اودمېکانيزم طرح دخپلوافغانانوپه لاس کې ورکړي. تېرو اتوکلونوکې سره له دې، چې په هېوادنۍ کچه له ځينو برياوواوپرمختګونوڅخه انکار نشي کېدای  مګر په دې موده کې هغه ناکامۍ اوبدنامۍ هم له چا پټې نه دي ، چې دنړيوال  حمايت په شتون کې بايد موجودې نه وای.  له دې نازکو شرايطوسره دبرسېرن برخورد له مخې نه داچې افغانستان له بد اوناوړه برخليک سره مخامخ شو، بلکې په دې هېواد کې دزرګونو خارجي سرتېرو وژل کېدو اودملياردونوډالرو حيف  وميل کېدل دزبرځواکونودکمزورې پاليسۍ اوتش په نامه دقدرت ښودنې يوډول پای هم وشمېرل شو.

په دې بنسټ وړانديزکيږي ، چې دلندن کنفرانس دمطروحه مسائيلودجدي نيولوله لارې دې  بين الافغاني مذاکراتولپاره شرايط برابرشي  اودنظام له وسلوال اپوزيسيون سره دې بې قيده اوبې شرطه مذاکرات پيل شي.

دهېوادداقتصادي رغونې چارو ته دې لومړيتوب ورکړل شي اوپه دې اړه دې دزېربنايي اواساسي پروژو عملي کولوته توجه زياته شي. دافغانستان وسلوال ځواکونه دې دکميت اوتخنيکي تجهيز له اړخه دسيمې دهېوادونوپه اندازه غښتلي شي ترڅوپه ځانګړي ډول دګاونډيو هېوادونو دمستقيمې مداخلې مخنيوی وشي. همداشان  زياتره هېوادني مسووليتونه دې کرار،کرار دافغانستان شته نظام ته وسپارل شي، ترڅو وولسونه په خپل نظام  اوواکمنۍ ډاډمن اوباوري شي، يادې موضوعګانې دې يوازې شعاري بڼه ونه لري ، بلکې ددې مهمو مسائيلودعملي کېدو لپاره دې هڅې متمرکزې ، اغيزمنې اوپراخې شي.
باد ورلروکه چيرې اوسنۍ سياسي واکمني دنوموړو موضوعګانوپه تحقق کې له ځانه وړتيا وښيي، نړيواله ټولنه اوپه ځانګړې ډول هغه هېوادونه، چې په افغانستان کې پوځي حضورلري دتېرو اتوکلونوڅخه په پند اونصيحت دافغاني سياستوالو او وولسونونظرونوته غوږشي اوددولت وسلوال مخالفين هم دخپل هېواد دبرخليک په ټاکنه کې خپلواک عمل وکړي او ملي ګټوته لومړيتوب ورکړي، ليرې نه ده چې روان ظلم اوبدبختۍ به پای ومومي اوټولې ناخوالې به له دې خاورې  کډه وکړي اوپه وولسونوبه دعدالت هوساينې اونېکمرغۍ ځلانده لمرخپلې زرينې اوګلورينې وړانګې راخورې کړي.

 Date: 13-03-2010

 

ارسال نظرات شما

نام شما:
ایمیل شما:
عنوان:
نظر:
ناشر، ميديوتيك افغانستان
بانر تبلیغاتی
بالاي لوگو كليك كنيد
مسووليت محتوای مطالب نشر شده به نويسندگان آنها مربوط است