تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| ننګرهار کې دماليې وزارت لخوا دوه ورځينې کنفرانس |
| نوشته شده توسط د ننگرهار د رسنيو کور |
|
یکشنبه / 23 حوت / 1388 ننګرهار چاواکي وايي ټولې ستونزې به دغه کنفرانس وڅېړي او ترنتيجې وروسته به دوى دهغه حل لارې ولټوي. دافغانستان دمالي وزارت په ګمرکونو او مستوفيتونو کې د اداري اصلاحاتو او دبډو او اختلاس له منځه وړلو لپاره د شنبې په ورځ(22- 12- 88) په جلال اباد کې دوه ورځينې کنفرانس رابللى. په دغه کنفرانس کې به په هغو لارو چارو بحث کېږي چې څنګه کولى شي دماليي وزارت اړونده ادارې له بډو او اداري فساد نه وژغوري. دافغانستان دمالي وزير عمر زاخېلوال وويل، داداري اصلاحاتو په تطبيق ددوى کلني عوايد لوړېږي او پرمختګ رامنځته کېږي؛ ځکه نو دوى داصلاحاتو پروسه لاچټکوي او په دې اړه ټول په دغه بهير کې وګډدي. دافغانستان دسوداګرو او صنايعو پخواني مرستيال خان جان الکوزي وويل، سره له دې چې په لويو لارو کې د سوداګريزو مالونو دانتقال په وخت له ستونزو سره مخ دي؛ خو بياهم دافغانسان ختيزې سيمې نسبت نوروته ښې دي. ننګرهار چاواکي وايي ټولې ستونزې به دغه کنفرانس وڅېړي او ترنتيجې وروسته به دوى دهغه حل لارې ولټوي. |
