تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| دشينوارو په جګړه کې ١٣مړه او١٨ټپيان شول |
| نوشته شده توسط محب الله الله يار |
|
چهار شنبه / 19 حوت / 1388 ويل کېږي چې سه پاى قوم يوځل بيا هغه کړکېچنې سيمې ته ورټول شوي، چې له امله يې جګړه پېښه شوې او ددې وېره شته چې يوځل بيا جنګ تودشي ننګرهار چارواکي وايي: د شينوارو د سه شنبې دورځې په جګړه کې د ١٣ تنو مړو او ١٨ تنو زخميانو خبر تائيدوي. د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: دشينوارو د دوو قومونو، سه پاى او عليشېر خېلو په جګړه کې، چې دځمکې په سر رامنځته شوې وه تر ١٣ مړه او ١٨ ټپيان شوي دي. ويل کېږي چې سه پاى قوم يوځل بيا هغه کړکېچنې سيمې ته ورټول شوي، چې له امله يې جګړه پېښه شوې او ددې وېره شته چې يوځل بيا جنګ تودشي؛ خو ددغه قوم مشر حاجي ملک عثمان شينواري وويل: تر ٤٠ زيات سړي او ټپيان يې په ډګر پراته دي او دوى جګړه نه غواړي. بل لوري ته دعليشېر خېلو دقوم يوه مشر حاجي ملاجان شينواري وويل: دوى تېره ورځ سوله ايزې مظاهرې ته وتلي و، چې پر جګړه واوښتل او جګړه ايزه ځمکه ددوى پلارنى ملکيت دى، ننګرهار چارواکي وايي، له بېلا بېلو خواو نه يې جرګې مرکې رابللي چې دواړه خواوې يوځل بيا له احتمالي جګړې راوژغوري. |
