| په خوست کې دموټربم چاودنه شوې |
| نوشته شده توسط د خوست د رسنیو کور |
|
دائتلافي ځواکونومطبوعاتي دفتر دپيښې دپخلي ترڅنګ وايي ،چې په دې بريد کې ددوی يوپوځي ګاډی څه ناڅه زيانمن شوی خو نور ځاني زيان نه لري. 17- 11- 1388 / 06-02-2010 دخوست ښارلويديځ خواته داسماعيل خېلو اومندوزيوپه ولسوالۍ کې دشنبې(17- 11- 1388) ورځې په سهار د ايتلافي ځواکونو پرکاروان دموټربم چاودنه شوې ده. دائتلافي ځواکونومطبوعاتي دفتر دپيښې دپخلي ترڅنګ وايي ،چې په دې بريد کې ددوی يوپوځي ګاډی څه ناڅه زيانمن شوی خو نور ځاني زيان نه لري. دوسلوالو طالبانو وياندذبيح الله مجاهد بيا په نوموړې چاودنه کې بهرنيوځواکونوته د مرګ اوژوبلې د وراړولوادعاکوي اووايي ،چې په دې موټربم چاودنه کې يې دوه پوځي موټر له مېنځه وړي اوسپاره ټول کسان يې پکې وژلي دي. ديوبل خبرله مخې دخوست ولايت دنادرشاه کوټ ولسوالۍ دځيني خېلو په ولسوالۍ کې دملي اردو دموټر داوښتلوله امله دملي اردو څلو ر سرتيري ټپيان شوي دي. دپوځي ځواکونو دهمغږی مرکز مشرجنرال نواب وويل ،چې دوی په سيمه کې پرعملياتوبوخت ول ،چې نوموړې پېښه رامېنځ ته شوه . دپيښې له امله موټريوڅه زيانمن او پکې دملي اردو څلور سرتيري برسيرن ژوبل شوي دي . جنرال نواب زياتوي ،چې دموټر داوښتو وروسته دملي اردو په نوموړو ځواکونووسلوال بريد شوی ،چې دملي اردو په ځوابي بريد کې وسلوال له سيمې تيښتيدلي اودوی ورپسې په سيمه کې پلټنې پيل کړي دي. |

