تازه ترین خبر
*
هرات: سی پولیس به اتهام اخاذی از وظيفه سبکدوش شد
***
پلخمری: یک رویداد ترافیکی يک کشته وهشت مجروح بجا گذاشت
***
نيمروز: 5 غيرنظامي ديگر قرباني انفجار ماين شدند
***
سه ملیون دالر به وزارت اطلاعات و فرهنگ کمک می شود
***
بغلان: تصادم رينجر پولیس با یک عراده موتر سایکل قربانی گرفت
***
کونړ: سیلابونو لس تنه ووژل
***
نیمرز: شش طالب در خاشرود کشته شدند
***
ريس معارف غور به سه سال حبس محكوم شد
***
زابل: چاودنې څلور ملکي وګړي ووژل
***
هرات: دو سرباز ايتاليايي كشته شدند
***
ارزګان: دقران کريم د سپکاوي پر خلاف سترلاريون وشو
***
لغمان: سېلابونو د لغمان په ولايت کې 11 تنه وژلې
***
هلمند: دبیړنیو مرستو روغتون په کار پيل وکړ
***
پکتيا: د سټو کنډوو کې بمي چاودنه
| په لغمان کې 24 پراختيايي پروژې جوړې شوې |
| نوشته شده توسط محب الله الله يار |
|
پخوا يې کلى داډول نه و، لويه لاره موجوده نه وې او له ګڼو مشکلاتو سره مخ و اوس يې داستونزې حل شوي دي او ددې پروګرام څخه ډېر خوشاله دي. 88/11/17 دلغمان ولايت په دريو ولسواليو، الينګار، دولت شاه، قرغيو او مرکز مهترلام کې ملي پيوستون پروګرام 24 پراختيايي پروژې تطبيق او دپنجشنبې په ورځ يې سيمه ايزو خلکوته وسپارلې. سيمه ايز خلک ددغه پروژو په جوړېدو ډېرخوښ دي. دلغمان ولايت دملي پيوستون دپروګرام مشر انجينر همايون اکسير وويل: په دريو ولسواليو او مرکز کې پردغه پروژودکليو دبيارغونې او پراختياوزارت څه ناڅه 12 ميليون افغانۍ لګېدلي او ګټه يې زرګونوخلکو ته رسېدلې ده. ده وويل: په دغه پروژو کې استنادي ديوالونه، پلچکونه، سړکونه، د اوبو بندونه، اوي برېښناکوټونه او نور شامل دي. دلغمان ولايت دبېلابېلو سيمو ګڼ اوسېدونکي ددغه وړو پروژو ترتطبيق ډېر خوشاله و، يو تن وويل: پخوا يې کلى داډول نه و، لويه لاره موجوده نه وې او له ګڼو مشکلاتو سره مخ و اوس يې داستونزې حل شوي دي او ددې پروګرام څخه ډېر خوشاله دي. په دې وروستيو کې دملي پيوستون دپروګرام ترڅنګ دځينو نورو پروژو په تطبيق هم په لغمان ولايت کې کلينيکونه، سړکونه او ښوونځي جوړشوي، چې سيمه ايز خلک يې له امله خوښ دي |
